د شانګلې د بشام تحصیل د بلدیاتي استازو د څلور کلنې دورې د پای ته رسېدو په مناسبت د مخه ښه یوه غونډه شوې. غونډه ،د جون په ۳۰مه، د تحصیل چیئرمین حاجي سدید الرحمن په کوربه‌ توب د بشام په یو سیمه‌ ییز هوټل کې جوړه شوې وه، چې پکې د تحصیل د بېلابېلو کلیوالو بلدیاتي ادارو پخوانیو استازو ګډون کړی و.

 

غونډې ته د وینا پر مهال د بشام تحصیل چیئرمین ،حاجي سدید الرحمن، وویل چې د پنځو کروړو روپیو په بودجه نه ماډل تحصیل جوړېدی شي او نه هم پرې سړکونه، لارې او نور بنسټیز پرمختیايي کارونه ترسره کېدی شي. د هغه په وینا، د بلدیاتي ادارو محدودې مالي سرچیني د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

 

د یوې کلیوالې شورا چیئرمین ذاهد علي وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې نه بلدیاتي استازو ته لازم واک او بودجه ورکړل شوه او نه یې وکولای شول چې د خپلو سیمو خلکو ته د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي.

 

د تحصیل کونسل بشام سپیکر سید اکرام شاه هم غونډې ته وویل، چې د دوي خپل ګوند، پاکستان تحریک انصاف، هم بلدیاتي نظام بې‌ واکه او غیر فعال پرېښی و، چې له امله یې د ولسي استازو د کار کولو وړتیا محدوده پاتې شوه.

 

د غونډې ګډونوالو او د کلیوالو شوراګانو یو شمېر چیئرمینانو وویل، که په راتلونکي کې هم له بلدیاتي استازو سره همدا ډول چلند کېږي او واک او بودجه ور نه کړل شي، نو د دوي په اند د بلدیاتي ټاکنو ترسره کول به خپل هدف له لاسه ورکړي.