د چمن پولې ته نږدې د قندهارۍ اډې په یو ګیراج کې د اوسپنې د ټک ټک غږونه اورېدل کېږي. دلته پنځه تنکي ماشومان د موټرو پر چراغونو کار کوي. هغه ماشومان چې باید نن يې د ښوونځيو په ټولګيو کې د کتابونو پاڼې اړولې اوس د رنچ، سنډ پېپر او پالش ماشین په مرسته د ژوند له سختو واقعیتونو سره مبارزه کوي.
د چمن پولې له بندېدو وروسته د سیمي سوداګري او روزګار سخت اغېزمن شوی دی. ګڼې کورنۍ د عاید له سرچینو بې برخې شوې او د همدې اقتصادي فشار له امله یو شمېر ماشومان اړ شوي دي چې زده کړې پرېږدي او د خپلو کورنیو د نفقې لپاره کار پېل کړي.
دغه کوچني میکانیکان اوس د موټرو، په ځانګړې توګه د لوکسو موټرو، د هیډلایټونو د پالش او ترمیم په برخه کې داسې مهارت لري چې د سیمي ډېر موټر چلوونکي یې ستاینه کوي. دوي هغه چراغونه چې ډېر خلک یې د بدلولو پرېکړه کوي، په لږ لګښت بېرته د کار وړ ګرځوي.
دغه ماشومان وايي، چې په لنډ وخت کې یې د کار ښه تجربه ترلاسه کړې او اوس ډېر مشتریان د دوي د کار غوښتونکي دي.
خو د دې مهارت تر شا یوه بله ترخه کیسه هم پرته ده. دا ماشومان دلته د خپلې خوښې له امله نه، بلکې د اقتصادي مجبورۍ له کبله راغلي دي. د دوي د لاسونو ګرد د سخت کار نښه ده، خو په سترګو کې یې لا هم د ښوونځي، کتاب او راتلونکي هیلې لیدل کېږي.
د ماشومانو د حقونو فعالان وایي، ماشومانو ته د کار پر ځای د زده کړو او خوندي چاپېریال برابرول د دولت او ټولنې ګډ مسؤلیت دی. د دوي په خبره، که دغو ماشومانو ته د زده کړو ترڅنګ د فني روزنې فرصتونه هم برابر شي، نو هم به یې ماشومتوب خوندي شي او هم به یې مهارتونه د هېواد د پرمختګ لپاره وکارول شي.
د چمن د دې کوچني ګیراج کیسه یوازې د څو ماشومانو د کار کیسه نه ده بلکې د هغو زرګونو کورنیو انځور دی چې اقتصادي ستونزو یې ماشومان له ښوونځیو را وایستل او د ژوند د سختو بارونو تر سیوري لاندې یې ودرول. پوښتنه دا ده چې دا کوچني لاسونه به کله بیا د اوزارو پر ځای کتابونه په لاس کې واخلي؟


نعيم اچکزئي