د لاهور د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویلي، د ښار د کاهنه نو په سیمه کې د یو کور د چت پرېوتو په پېښه کې ۱۴ ماشومان مړه شوي او ۵ نور کسان ټپیان دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند شال نیوز ته ویلي، چې پېښه ،د جون پر ۳۰مه، هغه مهال رامنځته شوه چې په کور کې ماشومانو ته د ټیوشن درس روان و.

 

د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، په مړو شویو ماشومانو کې اووه نجونې او اووه هلکان شامل دي، چې عمرونه یې د پنځو او ۱۶ کلونو ترمنځ وو. په ټپیانو کې یوه ښځه او څلور نجونې شاملې دي چې د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوې دي.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ وایي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم یې د لټون او ژغورنې عملیات پېل کړل او یوه ۳۰ کلنه ښځه او یو شمېر ماشومان یې په نازک حالت کې له ملبې راوایستل. ټولټال ۱۹ کسان روغتون ته ولېږدول شول، خو د روغتون د سرچینو په وینا، ۱۴ ماشومانو د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.

 

د ژغورنې عملیات د ضلعي بیړنیو چارو افسر ،رضوان احمد چوهدري، په مشرۍ ترسره شول او شاوخوا په یوه ساعت کې بشپړ شول.

 

بل لور ته، په لاهور کې يو ځاي خبریال جهانګیر، چې د پېښې ځای ته ورغلی و، وویل چې یاد کور د ریحان صدیق په نوم د یوه کس دی. د هغه مېرمن ماشومانو ته د ټیوشن درس ورکاوه، او په همدې وخت کې د کور پر بام د چت اچولو ساختماني کار روان و.

 

د هغه په وینا، چت ناڅاپه راپرېوت او ټول ماشومان یې تر ملبې لاندې کړل. د ټپیانو په ډله کې د ریحان صدیق مېرمن هم شامله ده.

 

د خبریال په وینا، پولیسو د کور مالک ریحان صدیق، د هغه لور فیضان او هغه کس چې د چت د جوړولو چارې یې کولې، نیولي دي او د پېښې د علتونو په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.