پېښور کې ښځو ته د سفر اسانتياوي ورکولو لپاره د ګلابي يا پنک بسونو سروس پيليږي.

 

ټرانس پېښور وایي، چې د بي ار ټي د نوو بسونو له شاملېدو سره به د ښځو لپاره ځانګړی پنک بس سروس هم پېل شي، چې مقصد یې ښځینه مسافرو ته په ځانګړي ډول د رش په وخت کې خوندي، ارامه او غوره سفري اسانتیاوې برابرول دي.

 

د ټرانس پېښور لخوا ،د جولایۍ په لومړۍ، خپرې شوې خبرپاڼې ترمخه، د دې سروس لاندې به یاد بسونه یوازې د ښځینه مسافرو لپاره ځانګړي وي، څو هغوي وکولی شي په خوندي او ډاډمن چاپېریال کې سفر وکړي.

 

اداره وایي، د دې پروګرام لپاره د زو پېښور بي آر ټي پروژې ۵۲ نوي بسونه اخیستل شوي دي، چې دا مهال پاکستان ته د سپارلو لپاره تیار دی. د دغو بسونو په شاملېدو سره به د بي آر ټي د بسونو ټول شمېر ۲۹۶ ته ورسېږي.

 

د خبرپاڼې له مخې، د ۲۵ بسونو لومړۍ جوپه به د جولایۍ میاشتې په لومړیو ورځو کې پاکستان ته راورسېږي، او پاتې بسونه به وروسته راوستل شي.

 

ټرانس پېښور وایي، نوي بسونه به د بي آر ټي په مرکزي لار او نورو روټونو وچلول شي، چې ورسره به د مسافرو د انتظار وخت کم، د سروس وړتیا زیاته او د سفر مخ په زیاتېدونکې اړتیا په ښه ډول پوره شي.

 

اداره دا هم وایي چې د نوو روټونو پرانیستو لپاره هم کار روان دی، څو د عامه ټرانسپورټ اسانتیاوې لا نورو سیمو ته هم وغځول شي.

 

د ټرانس پېښور د خبرپاڼې ترمخه، د نوو بسونو شاملول د دې ادارې د هغه پلان برخه ده چې د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر محمد سهیل اپریدي په هدایت د عامه ټرانسپورټ خدمتونه نور هم پراخ او د خلکو د سفر اسانتیاوې لا ښې کړي.