د خيبر ضلعې د لنډي کوتل تحصيل د بازار ذخه خېل په لرې پرته سيمه کې د تندر پرېوتو له امله دوه ماشومان مړه شوي او درې نور کسان ټپيان دي.
د ځايي سرچينو له مخې، پېښه ،د جون ۳۰مې او جولایۍ د لومړۍ ترمنځ د شپې، د نېکې شان خېل سيمي د زاليب ګل په کور کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې تندر په کور ور پرېوتل. د پېښې له امله دوه ماشومان پر ځای مړه شول، او درې نور کسان ژوبل شول.
سرچيني زياتوي، چې په ټپيانو کې د يو تن روغتيايي حالت نازک ښودل شوی او ورته طبي مرستې ورکول کېږي.
د پېښې وروسته په سيمه کې د غم فضا خپره شوې او د سيمي ګڼ شمېر اوسېدونکي د غمرازۍ لپاره د اغېزمنې کورنۍ کور ته ورغلي دي.


امان علي شینواری