د پولیسو سرچینو ویلي دي، چې د خیبر ضلعې د ملاګورو تحصیل په لوړه مېنه زمکو بارو کې یو ډرون الوتکه غورځېدلې ده.
د پولیسو سرچینو په وینا، پېښه د جولایۍ په لومړۍ رامنځته شوې او د لومړي معلوماتو له مخې، د کوم مالي او ځاني زیان راپور نه دی ترلاسه شوی.
سرچیني زیاتوي، چې د پېښې د نورو معلوماتو او شواهدو راټولولو لپاره پولیس ځواک سیمي ته رسېدلی او پلټنې یې پېل کړې دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې تېره شپه ،د جون په ۳۰مه، د افغان طالبانو لخوا د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې ډرون بریدونو دعوې شوې وې.
خو د پاکستان لخوا دغه دعوې رد شوې دي او د پوځ د عامه اړیکو لخوا ویل شوي، چې د طالبانو لخوا د بلوچستان په یوه سیمه کې ۴ ډرون الوتکې راغلې وې چې ټولې د دفاعي ځواکونو لخوا شنډې شوې وې.


شمیم شاهد