د سوات د شنو غرونو په منځ کې ولاړه سپینې ماڼۍ له نږدې یوې پېړۍ راهیسي د دې سیمي د شاهي دور یادونه ژوندي ساتلي ده. دا تاریخي ماڼۍ، چې د خپل ځانګړي جوړښت او طبیعي ښکلا له امله د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ځانته اړوي، د سوات د مهمو تاریخي او سیاحتي ځایونو له ډلې ګڼل کېږي.