د کرمې ضلعې د پاړاچنار ښار په ګډون په بېلابېلو سیمو کې ،د جولایۍ په لومړۍ، تېز باران شوی، چې ورسره د تېرو درېیو ورځو د سختې ګرمۍ زور مات شوی دی.
د ځايي سرچینو په وینا، باران د پاړاچنار ترڅنګ په شاوخوا میداني او غرنیو سیمو کې هم شوی، خو د تېزو بادونو له امله د باران اندازه زیاته نه وه.
بلخوا د صدې په میراکو کې د بارانونو له امله یو کچه کور نړېدلی، چې له امله یې د شریف په نوم د یو تن مېرمن او یو زوې مړه شوي او بل زوې یې ټپي شوی دی.
د ژغورنې ادارې ،ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي، چې مړي او ټپي کس سمدستي د صدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ریسکیو سرچینو په وینا، دغه کور د پرله پسې بارانونو له امله زیانمن شوی و، چې وروسته راولوېد.


علي افضل افضال