د خیبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې په پانو ټنل سیمه کې د باران له امله یو مسافر وړونکی بس له سړک څخه ښویېدلی او د خونديتوب له دېوال (سیفټي بېریر) سره ټکر شوی، چې له امله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.
د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکي وایي، پېښه ،د جولایۍ په لومړۍ، هغه مهال رامنځته شوه چې یاد بس له کراچۍ څخه مانسهرې ته روان و.
د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ریسکیو ۱۱۲۲ د بهیرکنډ سټېشن طبي ډله سیمي ته رسېدلې او ټپیانو ته یې پر وخت لومړنۍ طبي مرستې ورکړې دي.
د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې ۱۱ کلن انس، ۱۲ کلن مهر علي، ۴۵ کلن رستم علي او ۱۵ کلن معاویه شامل دي.
ریسکیو ۱۱۲۲ له خلکو غوښتي چې د باران، ښویېدونکي سړک او خراب موسم پر مهال له غیر ضروري سفره ډډه وکړي، د موټر چلوونې پر مهال مناسب سرعت وساتي او د خوندیتوب ټول احتیاطي تدابیر خپل کړي.


شال نیوز