د پاکستان حکومت د بې اسنادو او د استوګنې د قانوني اسنادو له مودې وتلو افغان وګړو پر ضد عملیات نور هم چټک کړي دي. د چارواکو په وینا، په کراچۍ ښار کې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۳۸ افغان وګړي نیولي او د قانوني اسنادو تر ارزونې وروسته یې د لېږد ځانګړو مرکزونو ته استولي، څو د بېرته ستنولو قانوني بهیر بشپړ شي.
بلخوا، د بلوچستان د چمن ضلعي انتظامیې ویلي دي، چې په غیرقانوني توګه د مېشتو بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول افغانانو، پر ضد د روانو اقداماتو لړۍ دوام لري.
د ضلعي انتظامیې د معلوماتو له مخې، د چمن اسسټنټ کمشنر ،عزیزالله کاکړ، او تحصیلدار ،احمد خان، د جولایۍ په ۲مه، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د روانو عملیاتو جاج واخیست او د پلټونکو ډلو د فعالیتونو څارنه یې وکړه.
چارواکو له خلکو غوښتي، چې هېڅ داسې بهرني وګړي ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، کور، دوکان یا د استوګنې او کاروبار لپاره بل ځای په کرایه ورنه کړي.
پاکستاني چارواکي وایي، د غیر قانوني بهرنیانو پر ضد عملیات به دوام ولري او هر هغه څوک چې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري، د هېواد د پرېښودو له بهیر سره به مخ شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر له نیمایي راهیسي له پاکستان څخه څه باندې شل لکه افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. په دغو کې یو شمېر کسان د حکومت د بېرته ستنولو د پروګرام له مخې ایستل شوي او نور په خپله خوښه هېواد ته تللي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۵م کال په وروستیو او د ۲۰۲۶م کال په لومړیو میاشتو کې د افغانانو د نیولو او توقیف پېښې هم زیاتې شوې دي. راپور زیاتوي چې ډېرې نیونې په بلوچستان، اسلاماباد، خیبر پښتونخوا، پنجاب او سند کې شوې دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال په وروستیو کې د غیر قانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پروګرام پېل کړ. په لومړي پړاو کې بې اسناده افغانان، وروسته د افغان تابعیت کارت لرونکي او ورپسې هغه افغانان هم د حکومتي پرېکړو تر اغېز لاندې راغلل چې د ثبت قانوني کارتونه یې لرل.
پاکستاني چارواکي وایي، دا اقدامات د هېواد د کډوالۍ د قوانینو د عملي کولو او امنیتي اندېښنو له امله ترسره کېږي. بلخوا د بشري حقونو نړیوالو ادارو د افغان کډوالو د نیولو، توقیف او جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې د نړیوالو بشري اصولو درناوی وکړي.
د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو له مخې، لا هم شاوخوا ۱۴ لکه ثبت شوي افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، چې ډېر یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې مېشت دي.


نعيم اچکزئي