د بنو د فیروز فتح خېل اوسېدونکي ،ایوب نواز خان، د جولایۍ په ۲مه، په بنو پرېس کلب کې خبري غونډې ته ویلي، چې له خپل زوې ،عزیزالله، څخه بېزاري اعلانوي او دعوه کوي چې د هغه له مبینه فعالیتونو سره هېڅ ډول اړیکه نه لري.
ایوب نواز خان وویل، چې څه موده وړاندې د ده او د زوې ترمنځ کورنی اختلاف رامنځته شوی و، چې له امله یې عزیزالله کور پرېښود.
د هغه په وینا، په لومړیو کې کورنۍ نه پوهېده چې نوموړی چېرته دی، خو وروسته ورته معلومه شوه چې هغه ،د ده په دعوه، له هغو کسانو سره یوځای شوی دی چې په مبینه توګه په ریاست ضد فعالیتونو کې ښکېل دي.
هغه وویل، که زوې یې په هر ډول ناقانونه یا ریاست ضد فعالیت کې ککړ وي، نو قانون پلي کوونکي او امنیتي ادارې دې د قانون له مخې ورسره چلند وکړي، ځکه د ده کورنۍ له دغو مبینه فعالیتونو سره هېڅ تړاو نه لري.
ایوب نواز خان زیاته کړه، چې یو بل زوې یې د مزدورۍ لپاره بهرنیو هېوادونو ته تګ راتګ کوي، او عزیزالله هم تر دې مخکې په بهر کې مزدوري کوله او ،د ده په وینا، یو دیني او عبادت کوونکی ځوان و، خو دعوه یې وکړه، چې وروسته د ځینو کسانو له خوا ناسمې لارې ته سوق شوی دی.
د نوموړي په وینا، نږدې یوه میاشت کېږي چې عزیزالله له دغو کسانو سره دی او اوس د کورنۍ خبرې هم نه مني.
ایوب نواز خان له حکومت او امنیتي ادارو وغوښتل چې د زوې د مبینه کړنو سزا دې بېګناه کورنۍ ته ور نه کړل شي او هغوي دې نه ځورول کېږي. هغه ټینګار وکړ چې کورنۍ یې د قانون درناوی کوي او د هېڅ ډول ناقانونه فعالیت ملاتړ نه کوي.


صفدر داوړ