د افغان طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال رئیسالوزرا، ملا عبدالغني برادر اخوند، د جولایۍ په ۲مه، د ایران د پخواني مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه يي، د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو.
د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیر خان متقي، هم په دې سفر کې له ملا برادر سره ملګری دی.
تر اوسه د سفر د مهالوېش او د احتمالي لیدنو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز