د پولیسو په وینا، د جولایۍ په ۲مه، د پېښور د فقیراباد سیمي اقبال پلازې ته نږدې د ناڅرګنده موټرسایکل سپرو په ډزو کې د یوې افغان نرښځې په ګډون دوه نرښځې ټپیان شوې دي.
ځایي پولیسو ویلي، چې په ټپیانو کې افغان نرښځه مسکان او ځایي نرښځه نیلم شاملې دي.
د پولیسو په وینا دواړه ټپیان د درملنې لپاره لېډي رېډنګ روغتون ته لېږدول شوې دي.
ځایي چارواکي وایي، بریدګر له برید وروسته له سیمي تښتېدلي او د هغوي د نیولو لپاره عملیات روان دي.
پولیسو د برید د انګېزې او نورو جزییاتو د معلومولو لپاره هم پلټنې پېل کړې دي.


سلمان یوسفزی