د خیبر پښتونخوا د بر دير ضلعې د اوصوړۍ درې د رانګونو په کلي کې د نجونو پر یوې مدرسې د تندر لوېدو له امله لږ تر لږه ۲۲ زده کوونکې ټپيانې شوې دي.
د ځايي سرچينو په وينا، پېښه د جولایۍ په لومړۍ هغه مهال رامنځته شوه چې نجونې په مدرسه کې پر زده کړو بوختې وې. ټپيانې د ځايي خلکو او ژغورونکو له خوا د لومړنيو طبي مرستو وروسته د واړۍ روغتون ته ولېږدول شوې.
د واړۍ روغتون چارواکو شال نیوز ته ويلي، له درملنې وروسته يې شل نجونې کورونو ته رخصت کړې دي، او يو شمېر نورې د څارنې لپاره په روغتون کې ساتل شوې دي. د چارواکو په وينا، د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.


جاوید ملنګ