د بنو د هوېد تاڼې په حدودو کې د حسن خېل خېراکي سيمي د فيوچر پبلک سکول مخې ته د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو موادو په چاودنه کې د ښوونځي لويه دروازه او بهرنی دېوال زيانمن شوي، خو چارواکي وايي چې په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

د ځايي سرچينو په وينا، چاودنه ،د جولایۍ په ۲مه، د ښوونځي مخې ته د اېښودل شوي ديارسي بم له امله شوې، چې ورسره په سيمه کې وېره خپره شوه.

 

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پوليس او نور امنيتي چارواکي سيمي ته ورسېدل، ځای يې کلابند کړ، شواهد يې راټول کړل او پلټنې يې پېل کړې.

 

سرچيني وايي، د ښوونځي مالک ګل نواز، د رضا خان زوې، ته له څه مودې راهيسي د ناڅرګنده کسانو له لوري د ګواښ ټېليفوني زنګونه ګېدل.

 

تر اوسه پوليسو د چاودنې د لامل يا د مسئول کسانو په اړه څه نه دي ويلي، خو چارواکي وايي چې د پېښې بېلابېل اړخونه څېړل کېږي او په سيمه کې امنيتي تدابير هم نور سخت شوي دي.