د خیبر ضلعې د ځوانانو دفتر او ضلعي انتظاميې په ګډه د لنډي کوتل ماډل سکول او کالج کې ،د جولایۍ په ۲مه، د «ځان ته د موقعو جوړول» تر سرليک لاندې يو ورځنی د ځوانانو د هڅونې سيمينار جوړ کړ.
چارواکي وايي، د سيمينار موخه دا وه چې په ځوانانو کې پر ځان باور، د مشرۍ وړتيا، کاروباري سوچ، ډيجيټل هنرونه او د خپلې سيمي له وسايلو د ګټې اخيستو شعور زيات شي، څو ځوانان د خپل ځان لپاره د پرمختګ او روزګار لارې پيدا کړي.
د غونډې مرکزي پيغام دا و چې «نړۍ ته وګورئ، خو په خپله سيمه کې کار وکړئ.»
ويناوالو وويل، چې ځوانان بايد د نړۍ له نويو بدلونونو سره ځان اشنا وساتي او د مصنوعي ځيرکتيا، فري لانسنګ، انلاين سوداګرۍ او نورو ډيجيټلي موقعو نه ګټه واخلي او دغه مهارتونه په خپله سيمه کې د پرمختګ لپاره وکاروي.
د سيمينار ويناوال ميان ابصار عالم وويل، چې ځوانان دې يوازې د سرکاري نوکرو په تمه وخت نه تېروي، بلکې خپل هنرونه دې پياوړي کړي، نوې زده کړې دې وکړي، کاروباري سوچ دې خپل کړي او د ځان لپاره دې د روزګار نوې لارې ولټوي.
هغه وويل، د نن دور د پوهې، ټېکنالوژۍ او نوښت دور دی، او بريالي هغه ځوانان دي چې پرله پسې زده کړه کوي، خپل مهارتونه زياتوي او د وخت له بدلونونو سره ځان عياروي.
د سيمينار په پای کې ګډونوالو ژمنه وکړه چې ترلاسه شوې پوهه او مهارتونه به په عملي ژوند کې کاروي او د خپلې شخصي ودې ترڅنګ به د خیبر ضلعې او هېواد په پرمختګ کې هم مثبت رول لوبوي.
د خیبر ضلعې د ځوانانو دفتر او ضلعي انتظاميې ويلي، چې د ځوانانو د لارښوونې، هنرونو، روزګار او مثبتو هلو ځلو د ودې لپاره به په راتلونکي کې هم د دې ډول پروګرامونو لړۍ روانه ساتي.


ابراهیم شینواری