د مومندو ضلعې د یکه غنډ تحصیل په عقرب ډاګ سیمه کې د پولیسو پر ګزمه کوونکي ګاډي (موبایل) ناڅرګنده وسله والو ډزې کړې دي چې له امله یې د پولیسو یو افسر او یو سرتیری وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، د یکه غنډ تاڼې پولیس موبایل ،د جولایۍ په ۲مه، د معمول ګزمې پر مهال په عقرب ډاګ سیمه کې تر برید لاندې راغی. په دغه برید کې د تاڼې اضافي ایس اېچ او ،زیت الله، او هیډ کانسټېبل ،زاهد، ووژل شول، په داسې حال کې چې د موبایل چلوونکی کانسټېبل ظاهرالله سخت ټپي شوی دی.
پولیس وايي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د امنیتي ځواکونو لوي شمېر سیمي ته ورسېد او د بریدګرو د نیولو لپاره یې د لټون عملیات پېل کړل.
د وژل شویو مړي او ټپي سرتیري لومړی د یکه غنډ ار اېچ سي روغتون ته ولېږدول شول. د پولیسو په وینا، د ټپي پولیس سرتیري د حالت د خرابوالي له امله وروسته د نورو درملنو لپاره پېښور ته انتقال شوی دی.
پولیس وايي، د برید کوونکو د نیولو لپاره په سیمه کې د لټون عملیات دوام لري. تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.


ارشد مومند