د سوات د شموزو پوليس وايي، هغه دوه ماشومان چې د جولایۍ په لومړۍ نېټه ورک شوي وو، نن ،د جولایۍ په ۳مه، د خپل کور د دويم چت پر سر د بړستنونو په يوه صندوق کې مړه موندل شوي دي.

 

د پوليسو په وينا، حبيب الرحمان د خپل شپږ کلن زوې ملک احمد خان او څلور کلن قيس عبدالرشيد د ورکېدو راپور ورکړی و، چې وروسته يې پوليسو، ژغورونکو ادارو او د کورنۍ غړو پراخ لټون پېل کړی و.

 

پوليس وايي، د بارانونو او سېلابي حالاتو له امله دا اندېښنه هم وه چې ښیي ماشومان خوړ، خوړګي، تنګي يا پټيو ته لوېدلي وي، خو له څو ورځني لټون وروسته يې هېڅ درک ونه لګېد.

 

د پوليسو په وينا، نن سهار د ماشومانو پلار د خپل کور د دويم چت پر سر د بړستنونو صندوق وکاته، چې د دواړو ماشومانو مړي يې په هماغه صندوق کې وموندل.

 

پوليسو د ماشومانو مړي د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته لېږدولي او وايي، د پېښې د اصلي لامل معلومولو لپاره پلټنې روانې دي. د پوليسو په خبره، د مړيني د علت په اړه وروستۍ نتيجه به د طبي معاينې او پلټنو له بشپړېدو وروسته څرګنده شي.