د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره د پاکستان د حق ملاتړ کوي.
دغه وزارت ،د جولایۍ په ۲مه، په یوه بیان کې ویلي دي، چې پاکستانی ولس له کلونو راهیسي د ترهګرۍ له امله سخت زیانمن شوی او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د دفاع حق لري.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په وروستیو کلونو کې کړکېچ زیات شوی او اسلام اباد په افغانستان کې د وسله والو د پټنځایونو دعوه کوي.
پاکستان وايي چې ټول عملیات د هغو وسله والو پر ضد دي چې ،د دوي په وینا، په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او وایي چې افغانستان له خپلې خاورې د بل هېواد پر ضد کارولو اجازه نه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د ځینو ارزونو له مخې، په ټولو بریدونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان وروستي هوايي بریدونه پر پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو وو چې شاوخوا ۸۰ افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
طالبانو تراوسه د امریکا د یاد دریځ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز