د کوز سویلي وزیرستان د ضلعي مرکز واڼا د پرېس کلب مخې ته، د جون په ۳مه، د سړک لاندې په يوه زاړه سېلابي وياله کې موندل شوي شکمن بارودي مواد د امنيتي ځواکونو د بم شنډولو ډلې په عملياتو کې شنډ کړي دي.

 

د ځايي سرچينو په وينا، د بارودي موادو د شنډولو لپاره کنټرول شوې چاودنه ترسره شوه، چې له امله يې د واڼې پرېس کلب او شاوخوا دفترونو کړکۍ او دروازې ولړزېدې. په دفترونو کې موجود کسان د چاودنې له غږ سره وارخطا شول، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

 

سرچيني وايي، امنيتي ځواکونو د عملياتو له پېل مخکې سيمه کلابنده کړې وه او تګ راتګ يې د لنډ وخت لپاره درولی و، څو د هر ډول احتمالي زيان مخه ونيول شي.

 

واڼا د کوز سویلي وزیرستان يو له هغو سيمو څخه ده چې پکې سخت امنيتي تدابير نيول شوي او د خلکو او موټرو تګ راتګ تر کلکې څارنې لاندې وي. له دې سره سره، په داسې حساس ځای کې د سړک لاندې په وياله کې د شکمن بارودي موادو موندل پوښتنې راولاړوي.

 

تر اوسه پوليسو او نورو اړوندو امنيتي ادارو د پېښې په اړه رسمي دريځ نه دی خپور کړی او نه يې دا روښانه کړې ده، چې ياد شکمن بارودي مواد څنګه او د چا له خوا هلته اېښودل شوي وو.

 

د رسمي معلوماتو تر خپرېدو پورې د دې پېښې د مسؤل يا څرنګوالي په اړه خپلواکه تاييد شوې معلومات نه شته.