د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ترمنځ د شیراني دانه سر په سیمه کې د مسافرو یو کوچ ژورې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې ۴۰ مسافر وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او د مړو او ټپیانو د ایستلو او مرستندویه عملیات روان دي.