د کوز سویلي وزیرستان د واڼا د زیرنور سیمي اوسېدونکي وايي، چې ناڅرګنده کسانو ،د جولایۍ په ۳مه، یو اته کلن ماشوم، وقاص د حضرت عمر زوې، د جومات دننه وژلی دی.

 

ځايي سرچینې وايي، د پېښې له امله په سیمه کې د غم فضا خپره ده او خلک د دې پېښې سخت غندنه کوي.

 

د سیمي اوسېدونکو له اړوندو ادارو غوښتي چې د پېښې بېړنۍ او رڼې پلټنې وکړي، تورن کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

 

تر اوسه پولیسو یا نورو امنیتي چارواکو د پېښې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.