د بلوچستان د ګوادر ضلعې د جيونۍ په پنوان سيمه کې د پاکستان کوسټ ګارډ پر يوه امنيتي پوسته د ځانمرګي موټربم بريد له امله لږ تر لږه درې امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
د ځايي پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخې، بريد ،د جولایۍ په ۳مه، ماښام شاوخوا اووه بجې هغه مهال وشو، کله چې له چاودېدونکو توکو ډک يو مزدا لارۍ د پاکستان کوسټ ګارډ د پنوان امنيتي پوستې له ودانۍ سره وجنګول شوه. په دغه پوسته کې د پاکستان کوسټ ګارډ د درېيم کنډک او د ۳۲ پنجاب ريجمنټ سرتېري مېشت وو.
د پوليسو د راپور له مخې، په بريد کې د پاکستان کوسټ ګارډ يو سرتېرى او د ۳۲ پنجاب ريجمنټ دوه سرتېري وژل شوي دي. همدارنګه اووه پوځيان او اته د کوسټ ګارډ سرتېري ټپيان شوي، چې د يوه ټپي روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پوليس، امنيتي ځواکونه او د ژغورنې ډلې سيمي ته ورسېدل، سيمه يې کلابنده کړه او ټپيان يې د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول. چارواکي وايي، د ژغورنې او پلټنو چارې لا هم روانې دي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو د بريد د مسئوليت په اړه رسمي بيان نه دی خپور کړی، خو د بلوچستان بېلتونپالې وسله والې ډلې، بلوچ لبرېشن ارمي، د بريد مسئوليت منلی او دعوه يې کړې ده چې په بريد کې د امنيتي ځواکونو تر رسمي شمېر ډېر کسان وژل شوي دي.
خپلواکو سرچينو تر اوسه د دغې دعوې پخلی نه دی کړی.


نعيم اچکزئي