د سوات د چپریال په سیمه کې د جنازې د لمانځه پر مهال د ډزو په یوه پېښه کې د پاکستان پيپلز ګوند ځايي فعال ،سميع الله، وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

 

د ځايي سرچینو په وینا، ډزې ،د جولایۍ په ۴مه، هغه مهال وشوې چې خلکو د جنازې لمونځ ترسره کاوه. په برید کې سميع الله پر ځای ووژل شو، او یو بل کس ټپي شو چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

 

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پولیس سیمي ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه، شواهد یې راټول کړل او د پېښې پلټنې یې پېل کړې.

 

پولیس وایي، د برید انګېزه لا نه ده معلومه او د بریدکوونکو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې روانې دي. تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه هم کومې ډلې د برید مسؤلیت منلی دی.