پولیس وايي، د کوټې په بلیلي سیمه کې د مشهور رېسټورنټ د مالک ،محمد هاشم نورزي، د وژنې په قضیه کې یې ،د جولایۍ په ۳مه، درې شکمن کسان نیولي دي.
د پولیسو په وینا، نیول شوي کسان د مقتول پخواني سوداګریز شریکان دي. د لومړنیو پلټنو له مخې، د دواړو لورو ترمنځ د مالي راکړې ورکړې پخوانۍ شخړه د دې وژنې اصلي لامل بلل کېږي.
پولیسي سرچیني زیاتوي، چې شکمنو کسانو له پېښې وروسته د ځان د بې ګناه ښودلو او د شک د مخنیوي لپاره د محمد هاشم نورزي په ملاتړ جوړ شوي احتجاج او د هغه د فاتحې په مراسمو کې هم ګډون کړی و.
محمد هاشم نورزی د جون په ۲۷مه د کوټې د بلیلي په سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوی و.
پولیس وايي، له نیول شویو کسانو څخه نورې پلټنې روانې دي او د قضیې نور اړخونه هم تر څېړنې لاندې دي.


نعيم اچکزئي