د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ،د جولایۍ په ۴مه، د ننګرهار ولایت په چپرهار او غني‌ خېلو ولسوالیو کې دوه کسان د نشي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

 

د وزارت په وینا، د نشي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په چپرهار ولسوالۍ کې یو کس د ۲۳ کیلوګرامه چرسو او په غني‌ خېلو ولسوالۍ کې بل کس د ۲۷ زره زیکپ ګولیو د قاچاق په تور نیولی دی.

 

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.