د کوز سویلي وزیرستان پولیس وایي، چې د واڼا ښار په جومات کې د اته کلن ماشوم ،وقاص، د وژنې په قضیه کې یې مرکزي شکمن نیولی دی.
د پولیسو د ویاند لخوا ،د جولایۍ په ۴مه، ویل شوي دي، چې د ضلعي پولیسو مشر ،محمد طاهر شاه وزیر، په لارښوونه، د واڼا ښار تاڼې ایس اېچ او ،عثمان خان وزیر، او د هغه ډلې د پلټنو په ترڅ کې ،احمد، نومی شکمن نیولی، چې د پولیسو په وینا، د دې قضیې اصلي تورن ګڼل کېږي.
پولیس وایي، شکمن د پېښې له رامنځته کېدو لږ وخت وروسته نیول شوی او ترې نورې پلټنې روانې دي. د پولیسو په وینا، د شکمن له نیول کېدو وروسته د سیمي خلکو د واڼا ښار تاڼې د پولیسو د چټکې او مسلکي کارروایۍ ستاینه کړې ده.
اته کلن وقاص د جولایۍ په درېیمه د واڼا په یوه جومات کې وژل شوی و، چې پېښې په سیمه کې سخت غبرګونونه راپارولي وو. پولیس وایي، د پېښې د ټولو اړخونو پلټنې دوام لري او د قانون له مخې به د قضیې ټول مسؤل کسان عدالت ته وړاندې کړل شي.


ظفر وزير