د سوات د علیګرام کلي اوسېدونکي محمد هلال ته د پاکستان حکومت د ۲۰۲۶م کال صدارتي ملکي جایزه د هغه د بې سارې ټولنیزو او بشري خدماتو په اعتراف کې ورکړې ده. محمد هلال د کلونو راهیسي د سوات په سیند کې د ډوبېدونکو کسانو ژغورنه، د بېړنیو حالاتو پر مهال د خلکو مرسته او د چاپېریال ساتنې لپاره هڅې کړې دي.
د عصمت علي اخون په دې ځانګړي ویډیوي راپور کې وګورئ چې محمد هلال ته دا ویاړلې جایزه د کومو خدمتونو په بدل کې ورکړل شوې او د هغه د ژوند الهامبښونکې کیسه څه ده.


عصمت علي اخون