د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شاهین چوک په سیمه کې د ډزو په یوه پېښه کې د پاکستان هوايي ځواک یو افسر، ګروپ کېپټن عاصم طارق، وژل شوی دی.
د لومړنیو پولیسو معلوماتو له مخې، پېښه ،د جولایۍ په ۵مه، هغه مهال رامنځته شوه چې یو ځوان په یوه نجلۍ د زور له لارې موټر ته د سپرولو هڅه کوله. چارواکي وايي، په همدې وخت کې له سیمي تېرېدونکي ګروپ کېپټن عاصم طارق د دواړو خواوو ترمنځ د شخړې د ارامولو هڅه وکړه.
پولیس وايي، د شخړې پر مهال شکمن کس پر ګروپ کېپټن عاصم طارق ډزې وکړې چې له امله یې هغه په ځای ووژل شو.
د پېښې وروسته د نوموړي جسد د پاکستان هوايي ځواک د روغتون دویمې څانګې ته ولېږدول شو، او د مارګله پولیسو د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته د شواهدو راټولول او پلټنې پېل کړې دي.
پولیسو ویلي، په پېښه کې موجوده نجلۍ، چې د نمرا په نوم پېژندل شوې، د پلټنو لپاره تر خپل واک لاندې راوستې ده. د پولیسو په وینا، ډزې کوونکی او د هغه ملګري له سیمي په موټر کې تښتېدلي او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
چارواکو تر اوسه د برید د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي او د پېښې پلټنې دوام لري.


صفدر داوړ