د جولایۍ په ۵مه د کوټې په څېرمه د هنه اوړک په سیمه کې د وسله والو کسانو او ځايي خلکو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي. د بلوچستان حکومت د پېښې وروسته د کوټې په ټولو دولتي روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

 

د بلوچستان د روغتیا وزیر ،بخت محمد کاکړ، ویلي دي چې په ژوبلو کې د یوه کس روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او ټول ټپیان د کوټې ټراما سنټر ته لېږدول شوي دي، چرته چې ورته بېړنۍ طبي مرستې ورکول کېږي.

 

د هغه په وینا، د اېف سي، پولیسو او نورو امنیتي ادارو ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای شوي او د وسله والو پر ضد عملیات روان دي. نوموړي زیاته کړه چې ځايي اوسېدونکي هم د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او د سیمي د امنیت د ټینګښت په هڅو کې همکاري کوي.

 

بلخوا، د بلوچستان د کورنیو چارو ریاست هم د جولایۍ پر ۵مه په یوه رسمي مکتوب کې د هنه اوړک د کلي بابري په سیمه کې د ګډ امنیتي پوستې د جوړولو پرېکړه کړې ده. د مکتوب له مخې، د دې پوستې لپاره ځايي خلکو په خپله ځمکه ورکړې او هدف یې په سیمه کې د امنیت پیاوړتیا، د احتمالي ګواښونو پر وړاندې چټک غبرګون او د امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتول دي.

 

هنه اوړک د کوټې په ختیځ کې غرنیزه او حساسه سیمه ده، چې د زرغون غرونو او تفریحي ځایونو ترڅنګ د امنیتي پلوه هم مهمه بلل کېږي. په تېرو کلونو کې په دې سیمه او شاوخوا برخو کې څو ځله د امنیتي ځواکونو، وسله والو ډلو او ځايي خلکو ترمنځ نښتې، هدفي بریدونه او د امنیتي عملیاتو پېښې ثبت شوې دي.

 

د امنیتي چارواکو په وینا، دا سیمه د کوټې ښار ته د نږدېوالي له امله ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه نو حکومت په وروستیو میاشتو کې دلته د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا هڅې زیاتې کړې دي.

 

د چارواکو په وینا، د کلي بابري په سیمه کې د نوي ګډ امنیتي پوستې جوړول هم د همدې امنیتي تګلارې برخه ده، څو د سیمي څارنه پیاوړې، د احتمالي بریدونو مخه ونیول شي او امنیتي ادارې وکولی شي هر ډول ګواښ ته زر ځواب ووايي.

 

تر اوسه د نښتې د پېل د لامل او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه نور رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، او امنیتي عملیات لا هم روان دي.