باجوړ د ګورنمنټ هایي سکول خار پخواني زده کوونکي له نږدې ۴۰ کلونو وروسته یو ځل بیا په خپل ښوونځي کې سره راټول شول. د ماشومتوب یادونه، د ټولګیو لیدنه او د پخواني مانیټر لالي شاه په مېلمستیا کې د ملګرو بیا یو ځای کېدل، د دې غونډې ځانګړې شېبې وې.

په دې ویډیويي راپور کې وګورئ چې څنګه د ښوونځي زنګ، زاړه ټولګي او د ملګرو بیا لیدنې د ګډونوالو خاطرې راژوندۍ کړې.