د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر، میر ضیاءالله لانګو، او د اعلا وزیر ویاند ،شاهد رند، وايي چې د کوټې د هنه اوړک په سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیات روان دي او تر هغو به دوام ولري چې سیمه په بشپړه توګه پاکه نه وي.

 

د جولایۍ په ۶مه، په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال میر ضیاءالله لانګو وویل، چې د تېرې شپې په برید کې د هنه اوړک اوسېدونکو د وسله والو پر ضد مقاومت وکړ او هغوي یې پر شا تګ ته اړ کړل. د هغه په وینا، د اعلا وزیر په لارښوونه امنیتي ځواکونو عملیات پېل کړي چې پکې دوه د ای ټي اېف سرتېري ټپیان شوي او درې وسله وال وژل شوي دي.

 

هغه وویل، چې په هنه اوړک کې یوه امنیتي پوسته هم جوړه شوې او امنیتي ځواکونه په بشپړ ډول په عملیاتو بوخت دي. د هغه په خبره، اووه کسان د وسله والو له خوا تښتول شوي او د هغوي د خوشي کېدو لپاره هم هڅې روانې دي.

 

میر ضیاءالله لانګو تور ولګاوه چې وسله وال د هند ملاتړ لري او افغانستان خپله خاوره د هغوي د فعالیتونو لپاره کارېدو ته پرېږدي. نوموړي د دغو دعوو لپاره کوم شواهد وړاندې نه کړل.

 

د اعلا وزیر ویاند شاهد رند وویل، چې د پېښې د ارزونې او له مظاهره کوونکو سره د خبرو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده چې مشري به یې د کورنیو چارو وزیر کوي او د صوبې د روغتیا وزیر هم پکې غړیتوب لري.

 

هغه دا هم وویل، چې په ټولنیزو رسنیو، په ځانګړي ډول د واټس ‌اپ په ډلو کې د ناسمو او ناتایید شویو خبرونو خپروونکو پر ضد به قانوني اقدام وشي.

 

میر ضیاءالله لانګو وویل، چې د مظاهره کوونکو احساساتو ته درناوی لري او د خلکو د سر او مال ساتنه د دولت مسؤلیت دی. هغه زیاته کړه چې د بلوچستان اعلا وزیر په مشرۍ پرېکړه شوې چې عملیات به د وروستي وسله وال تر له منځه وړلو پورې دوام وکړي.

 

د خبري غونډې پر مهال نوموړي د صوبې د ائتلافي حکومت او د وزیرانو د ټاکنې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د وزیرانو د بدلون پرېکړې د اړوندو سیاسي ګوندونو خپل داخلي موضوعات دي.