د هند د ترهګرۍ ضد ملي پلټنیزې ادارې (اېن آیي ای) د هند تر ولکې لاندې کشمیر د پهلګام د برید په قضیه کې د جماعت الدعوه مشر ،حافظ سعید، پر ضد ځانګړي عدالت ته تکمیلي فردِ جرم وړاندې کړی دی.

 

د هندي چارواکو ،د جولایۍ په ۶مه، ویلي دي چې په دې فردِ جرم کې حافظ سعید د برید د پلان جوړولو، لارښوونې او د پولې پورې غاړې د یوې دعوه شوې شبکې د مشرۍ په تور نومول شوی دی. د پلټنو اداره وایي، دغه فردِ جرم د روانو پلټنو او راټولو شویو شواهدو پر بنیاد چمتو شوی دی.

 

د پهلګام برید د ۲۰۲۵م کال د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وشو، چې پکې ۲۶ کسان ووژل شول. له برید وروسته هند پاکستان د برید د ملاتړ په تور تورن کړ، خو اسلام‌ اباد دا تورونه رد کړل او د بې پرې او خپلواکو نړیوالو پلټنو غوښتنه یې وکړه.

 

پاکستاني چارواکي وایي، حافظ سعید له ۲۰۲۰م کال راهیسي د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په څو قضیو کې د پاکستان د عدالتونو له خوا د ورکړل شوې سزا له مخې په زندان کې دی او خپله قانوني سزا تېروي.

 

تر اوسه د پاکستان حکومت د هند له دې تازه تکمیلي فردِ جرم سره په ځانګړي ډول رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو اسلام‌ اباد له دې وړاندې په وار وار ویلي دي چې د پهلګام د برید په تړاو د هند تورونه بې بنیاده دي او پاکستان له هر ډول خپلواکو او شفافو نړیوالو پلټنو ملاتړ کوي.

 

هند او پاکستان د کشمیر پر سر له اوږدې مودې راهیسي اختلاف لري، او د پهلګام له برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ نور هم زیات شوی دی.