د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د بلوچستان د هنه اوړک په سیمه کې شوی وسله وال برید په کلکه غندلی دی. هغه ،د جولایۍ په ۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د برید له امله د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د ټپیانو د زر روغېدو هیله لري.
محسن داوړ ویلي دي، چې تاوتریخوالي د دې سیمي خلکو ته له غم، درد او کړاو پرته بل څه نه دي ورکړي او اوس وخت رارسېدلی دی چې دې لړۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.
هغه زیاته کړې، چې په داسې مهال چې پاکستان په نړیوالو شخړو کې خپل رول پراخوي، د ده په وینا، خیبر پښتونخوا او بلوچستان یو ځل بیا د ناامنۍ او ګډوډۍ پر لور بیول کېږي.
د نوموړي په وینا، د «ښه او بد طالبانو» د تګلارې بیا راژوندي کول او د بېلابېلو وسله والو ډلو جوړول د جګړه مارۍ د پیاوړتیا لامل ګرځي. هغه دعوه کړې چې د ځینو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره ناامني رامنځته کېږي، خو د ده په خبره، د دې تګلارې بیه به نه جبرانېدونکې وي.
د جولایۍ په پنځمه د کوټې ښار لوېدیځ ته د هنه اوړک په سیمه کې د وسله والو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ نښته وشوه. د بلوچستان حکومت ویلي دي، چې په پېښه کې ګڼ ملکي کسان وژل شوي او ټپیان شوي، او وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات پېل کړل.
حکومتي چارواکو د برید پړه پر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اچولې او ویلي یې دي چې په عملیاتو کې څو بریدګر هم وژل شوي دي.
تر اوسه د دې برید په اړه د ټي ټي پي له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، او د ځینو دعوو خپلواکه تایید هم لا نه دی شوی.


شال نیوز