بر سویلي وزیرستان کې د لومړي ځل لپاره د سیمي اوسېدونکې ،رضیه محسود، د شخړو د هواري شورا غړې ټاکل شوې ده. دا ګام په سیمه کې د ښځو د استازیتوب، عدالت ته د هغوي د لاسرسي او د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
د ډېره اسماعیل خان د سیمه ییز پولیس مشر له خوا ،د جولایۍ په ۶مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د بر سویلي وزیرستان د پولیسو مشر ،ارشد خان، په سپارښتنه ۱۷ کسیزه د شخړو هواري شورا جوړه شوې، چې پکې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه هم شامله شوې ده.
د رضیه محسود ټاکنه په قبایلي ټولنه کې د ښځو د اغېزمن استازیتوب پر لور یو مهم ګام ګڼل کېږي. تمه ده چې د هغې په ګډون به د ښځو اړوند شخړو د هواري، عدالت ته د ښځو د لاسرسي او د هغوي د ستونزو د ښه استازیتوب په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
ځايي ټولنیزو فعالانو د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د بر سویلي وزیرستان د پولیسو مشر ،ارشد خان، دا اقدام د ښځو د ګډون او پیاوړتیا لپاره یوه مثبته بېلګه ده. د دوي په وینا، دا پرېکړه د وزیرستان د سیمي په تاریخ کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي.
رضیه محسود د بر سویلي وزیرستان سره تعلق لرونکې یوه خبریاله او مدني فعاله هم ده.


خالده نیاز