د بلوچستان د زيارت ضلعې د مانګي فېز درېيمې سيمي په يوه پوليسي چوکۍ د وسله والو په بريد کې لږ تر لږه نهه پوليس سرتېري وژل شوي دي. چارواکي وايي، بريد د جولایۍ د ۶مې او ۷مې ترمنځ شپه ترسره شوی او ورپسې تر ناوخته د امنيتي ځواکونو او بريدګرو ترمنځ نښته روانه وه.
د زيارت د پوليسو ،مشر عبدالقدوس، شال نیور ويلي دي، چې په وژل شويو کې د مانګي د پوليسو د تاڼې مشر ،محمد حسين، او د کواس د پوليسو د تاڼې مشر ،صحبت خان، هم شامل دي. د ټولو وژل شويو جسدونه د زيارت ضلعې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند ويلي دي، چې له بريد وروسته د پوليسو، امنيتي ځواکونو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو ګډ د پلټنې او پاکولو عمليات پېل کړل. د هغه په وينا، په عملياتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او هغه پوليس چې د بريد پر مهال بې درکه شوي وو، بېرته موندل شوي دي. خو د پېښې په لومړيو ساعتونو کې د بې درکه پوليسو د شمېر په اړه بېلابېل معلومات خپاره شوي وو.
تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د دې بريد مسؤوليت نه دی منلی. د بريد د عاملينو په اړه هم تر اوسه وروستۍ او خپلواکه رسمي نتيجه نه ده خپره شوې.
له بلې خوا، د اغېزمنو پوليسو د کورنيو غړو او ځايي اوسېدونکو د زيارت کراس په سيمه کې ملي لويه لار تړلې او د امنيت د ټينګښت او د ټولو اغېزمنو سرتېرو د خونديتوب غوښتنه کوي.
د لارې د تړل کېدو له امله د سړک په دواړو غاړو کې د موټرو اوږد کتارونه جوړ شوي او ګڼ مسافر له ستونزو سره مخ شوي دي.


نعيم اچکزئي