د کوز سویلي وزیرستان د ضلعې په مرکزي ښار واڼا کې د بینظیر انکم سپورټ پروګرام (بي ایي اېس پي) د سیم کارتونو د وېش پر مهال د کمزورو انتظاماتو له امله لسګونه ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ځايي سرچینو په وینا، د ټولې ضلعې لپاره د سیم کارتونو د وېش یوازې یو دفتر فعال دی، چې هره ورځ ورته سلګونه ښځې ورځي او د خپل وار لپاره له سهاره تر ماښامه پورې په خلاص اسمان کې انتظار باسي.
یو شمېر ښځو ،د جولایۍ په ۷مه، شال نیوز ته ویلي، چې په دفتر کې د څښاک د پاکو اوبو، سیوري او نورو بنسټیزو اسانتیاوو مناسب انتظام نشته. د دوي په وینا، د سیم کارتونو د وېش لپاره یوازې دوه بایومېټرک وسایل کارول کېږي، چې له امله یې چارې په ډېر ورو سرعت روانې دي او ښځې اړ کېږي څو څو ساعته په کتارونو کې انتظار وباسي.
د سیمي اوسېدونکو او ټولنیزو فعالانو له اړوندو چارواکو غوښتي دي چې د بایومېټرک وسایلو شمېر زیات کړي، نور کارکوونکي وګوماري او د ښځو لپاره د څښاک اوبو، سیوري او نورو ضروري اسانتیاوو برابرولو ته عاجل پام وکړي، څو مستحقو ښځو ته خدمات په اسانه او پر وخت وړاندې شي.


ظفر وزير