عوامي نېشنل ګوند (ای اېن پي) په ملاکنډ ډويژن کې د ټيکسونو پر ضد روان احتجاجي تحريک د صوبې په کچه د پراخولو او همغږۍ لپاره يوه صوبايي کمېټه جوړه کړې ده.
د ګوند له خوا ،د جولایۍ په ۶مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې دا کمېټه به د صوبايي صدر ميا افتخار حسين په مشرۍ کار کوي.
د خبرپاڼې له مخې، د کمېټۍ په نورو غړو کې صوبايي جنرل سيکرټر حسين شاه يوسفزی، صوبايي مرستياله مشره خديجه بي بي، ايډيشنل جنرل سيکرټر رحمت علي خان، ډپټي جنرل سيکرټر سکندر شهزاد او د ځوانانو چارو سيکرټر طارق افغان اېډوکېټ شامل دي.
ای اېن پي وايي، دا صوبايي کمېټه به د ملاکنډ ډويژن له کمېټۍ سره پرله پسې اړيکې ساتي، د احتجاجي تحريک پرمختګ به ارزوي او د اړتيا په صورت کې به د نورو سياسي ګوندونو له صوبايي مشرانو او نورو اړوندو خواوو سره هم د دې تحريک د صوبې په کچه د پراخولو لپاره مشورې او اړيکې نيسي.


شال نیوز