د امريکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) وايي، چې ،د جولایۍ په ۷مه، د شپې يې د ايران پر ضد يو لړ پراخ هوايي بريدونه پېل کړي، چې دا اقدام د هرمز تنګي کې پر سوداګريزو بېړيو د وروستيو بريدونو په غبرګون کې شوی دی.
د امريکايي پوځ په وينا، دغه بريدونه د دې لپاره ترسره شوي دي چې ايران ته “درانه زيانونه واړول شي”، ځکه چې ،د دوي په خبره، تهران د ملکي عملې لرونکو بېړيو پر ضد په نړيوالو اوبو کې بريدونه کړي، چې دا د اوربند ښکاره سرغړونه ده.
راپورونه ښيي چې دا هوايي بريدونه د ايران په سويل کې د هرمز تنګي ته نږدې سيمو کې شوي دي. د ايراني رسنيو له مخې، زورورې چاودنې د سيريک ښار، قشم ټاپو او بندر عباس په سيمو کې اورېدل شوې دي.
ځينو راپورونو کې ويل شوي دي چې په دغو سيمو کې څو چاودنې ثبت شوي، چې پکې په سيريک او قشم کې څو پرله پسې بريدونه شامل دي. امريکايي چارواکو ويلي، چې د بريدونو هدف د ايران پوځي تاسيسات وو، چې پکې د توغنديو ځايونه، د ډرونونو مرکزونه، د هوايي دفاع سيستمونه او سمندري تجهيزات شامل دي.
بلخوا راپورونه وايي، چې د ايران په سویلي بندري ښارونو او د تېلو مهم مرکزونو ته نږدې سيمو کې هم زيانونه او چاودنې رامنځته شوي دي، چې دا د سيمي د ستراتيژيک اهميت څرګندونه کوي.
دا بريدونه وروسته له هغه ترسره شول، چې د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو درې سوداګريزو بېړيو بريدونه وشول. امريکا ايران د دغو بريدونو مسؤل بولي، خو تهران دا تورونه رد کړي او د امريکا اقدام يې د اوربند خلاف بللی دی.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی، چې د نړيوالې انرژۍ يوه لويه برخه ترې لېږدول کېږي، او په دې سيمه کې هر ډول تاوتريخوالی کولی شي پر نړيوال اقتصاد ژور اغېز وکړي.
ايران د دغو بريدونو په اړه خبرداری ورکړی چې ښیي غبرګون وښيي، او دا پرمختګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نازک اوربند د نور خرابېدو وېره زياتوي.


شال نیوز