د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ،محمد صادق خان، ویلي دي چې په اسلام اباد کې یې د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت له عمومي رییس ،پیتکو دویکوف، او د دغه هېواد له سفیرې ایرینا ګانچیوا سره لیدنه کړې ده.
نوموړي ،د جولایۍ په ۷مه، په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ، په افغانستان کې د وسله والو ډلو د شتون او د سیمي پر امنیت یې د هغو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.
د څرګندونو له مخې، په دې خبرو کې په ځانګړي ډول د پولې هاخوا ترهګرۍ او له افغانستانه د فعالو وسله والو ډلو له لوري د سیمي سولې او ثبات ته پر ګواښونو تمرکز شوی دی.
محمد صادق خان ویلي دي، چې له بلغاریايي چارواکو سره یې د سیمي د امنیتي وضعیت، ګډو ګټو او روانو ننګونو په اړه مفصل بحث کړی دی. د هغه په وینا، تر ټولو لویه اندېښنه هغه ډلې دي چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د سیمي امنیت له جدي خطر سره مخ کوي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان له دننه څخه د ترهګرو ډلو فعالیتونه او د پولې هاخوا بریدونه نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمي ثبات ته زیان رسوي.
په همدې حال کې، د بلغاریا سفیرې ایرینا ګانچیوا او د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییس پیتکو دویکوف هم د سیمي د امنیتي وضعیت په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.
تر اوسه په کابل کې د طالبانو چارواکو د دغو څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې تل دا دعوې رد کړې دي چې ګواکې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارول کېږي.


شال نیوز