د تورخم دروازې د کلیرنګ ایجنټانو اتحادیې مشر ،مجیب شینواري، له مرکزي او صوبايي حکومتونو او همداراز له امنیتي چارواکو غوښتنه کړې ده، چې د پاکستان-افغان تورخم پوله دې د سوداګرۍ پر مخ زر تر زره پرانیستل شي، ځکه چې ،د ده په وینا، دا دروازه له تېرو لسو میاشتو راهیسي تړلې پاتې ده.
مجیب شینواري دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۸مه، په پېښور پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته وکړې. هغه وویل چې د پولې د اوږدې مودې بندښت له امله زرګونه مزدوران بې روزګاره شوي او د ټرانزېټ سوداګرۍ سره تړلي کسان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وینا، د کاروبار درېدلو له امله ګڼ خلک اړ شوي دي چې له سیمي کډه وکړي او ځیني کورنۍ د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي.
نوموړي پر صوبايي حکومت هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت په دې اړه چوپتیا خپله کړې ده. هغه زیاته کړه چې دوي څو ځله د اعلا وزیر سره د لیدو هڅه کړې، خو تر اوسه ورته وخت نه دی ورکړل شوی.
مجیب شینواري وویل چې قبایلي سیمو کې صنعتي بنسټونه نشته او خلک زیاتره د پولې پر سوداګرۍ تکیه لري. د هغه په خبره، د روزګار نشتوالي له امله ځوانان د نشي توکو کارولو ته مخه کوي او دا خطر هم شته چې ځیني یې د وسله والو ډلو لیکو ته ورګډ شي.
هغه له حکومته وغوښتل چې له افغانستان سره دې جدي او اغېزمنې خبرې اترې وکړي ترڅو د پولې د تړل کېدو ستونزه هواره شي. د هغه په وینا، باید جګړه او سوداګري سره بېلې وساتل شي، ځکه چې د امنیت په نوم د پولې پرله پسې تړل د سیمي خلکو ته درانه زیانونه اړوي.
مجیب شینواري وویل چې د نړۍ په ډېرو جګړو کې هم پولې نه تړل کېږي، خو دلته بیا بیا د تورخم دروازې تړل د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
هغه ټینګار وکړ چې حکومتونه باید د تورخم دروازې دایمي حل ولټوي، ځکه چې د پولې د تړل کېدو تر ټولو ډېر زیان سرحدي کورنیو او سوداګرو ته رسېږي.


بي ارشد