د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ایي اېس پي ار) مشر لیفټننټ جنرال ،احمد شریف چودري، ویلي دي، چې د بلوچستان په وروستیو امنیتي پېښو کې د ښکېلو کسانو په اړه پلټنې ښيي چې ځیني افغان وګړي هم د وسله والو فعالیتونو سره تړاو لري.

 

هغه ،د جون په ۸مه، یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې امنیتي ادارې د هغو شبکو، کسانو او ملاتړ کوونکو په اړه معلومات لري چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې لاس لري.

 

ډي جي ایي اېس پي ار وویل چې د پاکستان امنیتي ستونزه د عامو افغان کډوالو په اړه نه ده، بلکې د هغو وسله والو ډلو پر ضد ده چې د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي.

 

هغه زیاته کړه چې پاکستان له افغانستان سره تاریخي، کلتوري او ولسي اړیکې لري، خو اسلام اباد له افغان چارواکو غواړي چې د خپلې خاورې د پاکستان پر ضد د وسله والو فعالیتونو لپاره د کارېدو مخه ونیسي.

 

د هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې په بلوچستان او نورو سیمو کې د امنیتي پېښو له زیاتېدو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي اختلافات هم زیات شوي دي.

 

د کډوالو د چارو څارونکي وايي چې د وسله والو فعالیتونه باید له عامو افغان کډوالو سره جلا وکتل شي، ځکه په پاکستان کې مېشت میلیونونه افغانان له څو لسیزو راهیسي ژوند کوي.