د سیاست په نړۍ کې اختلاف یو طبیعي امر دی، او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له سیاسي فکر او تګلارې سره اختلاف هم د هر وګړي حق ګڼل کېږي. خو له دې حقیقت څخه سترګې پټول ممکن نه دي چې نوموړی لا هم د جګړو، بې‌ ثباتۍ او اوږدو کړاوونو ځپلي افغانستان د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري او د منلو وړ څېره بلل کېږي.

 

نړیوال وضعیت او د طالبانو د حکومت پر وړاندې غبرګونونه په ډاګه کوي چې افغانستان دا مهال له یوې داسې رهبرۍ سره مخامخ دی چې نه یوازې کورني مشروعیت ته اړتیا لري، بلکې باید نړیوال باور هم ترلاسه کړي. داسې رهبرۍ ته اړتیا ده چې وکولی شي هېواد له سیاسي انزوا وباسي، د نړیوالو دروازې پرې پرانیزي، او هغه ټولنه چې د لسیزو جګړو، بهرنیو مداخلو او داخلي رقابتونو له امله ټوټه ټوټه شوې، بېرته د ثبات پر لور سوق کړي.

 

اوسنی حاکم نظام تر ډېره د سختدریځې تګلارې او د ځواک پر محور ولاړ ښکاري، خو تجربه ښيي چې یوازې ځواک د ملتونو زړونه نه شي ګټلی. د افغانستان خلک، چې د قامي، ژبني او سیاسي تنوع لرونکی جوړښت لري، داسې رهبرۍ ته سترګې په لار دي چې د ټولشموله فکر استازیتوب وکړي او د ټولو قشرونو لپاره د باور فضا رامنځته کړي.

 

په عین حال کې، د افغانستان د کړکېچ یوه بله مهمه وجه د بهرنیو او سیمه‌ ییزو قدرتونو دوامداره لاسوهنه ده. له امریکا او لوېدیځو هېوادونو نیولې تر سیمه‌ ییزو لوبغاړو پورې، هر یو هڅه کړې چې د خپلو ګټو مطابق سیاسي جوړښت رامنځته کړي. پاکستان هم، چې تل د افغانستان په چارو کې د نفوذ تور پرې پورې شوی، داسې ښکاري چې د بدیلو سیاسي انتخابونو په لټه کې دی.

 

د رسنیو له لارې ځیني سیاسي څېرې لکه احمد مسعود او استاد محمد محقق مخ ته راوړل کېږي، په داسې حال کې چې پخوانی ولسمشر اشرف غني له بهر څخه خپله سیاسي موجودیت ساتي. خو د دې ټولو تر څنګ، حامد کرزی هغه څېره ده چې لا هم په کابل کې دننه حضور لري او له ټولنې سره یې اړیکې پرې شوې نه دي.

 

سره له دې چې پر هغه محدودیتونه شته، خو کرزي د هېواد دننه او بهر له افغانانو سره خپل سیاسي او ټولنیز تماسونه ټینګ ساتلي دي. هغه تل د وسله‌ والې مقابلې پر ځای د تفاهم، خبرو اترو او ملي روغې جوړې ملاتړ کړی او افغانان یې هڅولي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او د سولې او پرمختګ په بهیر کې ونډه واخلي.

 

د هغه د شخصیت په اړه یو افغان لیکوال داسې انځور وړاندې کوي:
“کرزی هغه رهبر دی چې له هر قشر سره د هغوي په ژبه خبرې کوي؛ له ځوانانو سره د ملګري په څېر او له مشرانو سره د درناوي په فضا کې. هغه د افغان ټولنې نبض په ښه توګه درک کوي او د زغم، حوصلې او سیاسي بلوغ بېلګه ده. د هغه په دوره کې قامي او ژبني واټنونه تر ډېره راکم شوي وو او ټولنه د یووالي پر لور روانه وه.”

 

د کرزي د واکمنۍ پر مهال، د تعلیم، زیربناوو او ملي ادارو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وده هم د هغه د دورې له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي، که څه هم نوموړي هېڅکله د دې بریاوو د خپلولو هڅه نه ده کړې.

 

نن که ځیني کړۍ دا حقایق له پامه غورځوي، دا به د تاریخ قضاوت بدل نه کړي. تاریخ تل د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر بنسټ پرېکړه کوي.

 

که پاکستان او نور سیمه‌ ییز او نړیوال لوبغاړي په رښتیا هم یو باثباته، سوله ‌ییز او پرمختللی افغانستان غواړي، نو اړینه ده چې د ټولو لورو لپاره د منلو وړ رهبرۍ ته فرصت ورکړي. په داسې حالاتو کې، حامد کرزی کولی شي یو ځل بیا د ملي یووالي، سیاسي ثبات او نړیوال تعامل لپاره اغېزمن رول ولوبوي.