راپورونه وايي، د بنګله‌ دېش ډیپلوماټه ،رباب فاطمه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انټونیو ګوترېش، د ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه نومول شوې ده. ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نږدې ورځو کې د نوموړې د ګومارنې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

 

رباب فاطمه به د قرغزستان پخوانۍ ډیپلوماټه، روزا اوتونبایوا، ځای ونیسي. اوتونبایوا د یوناما مشري کوله او د هغې کاري موده د تېر کال په سپتمبر میاشت کې پای ته رسېدلې وه.

 

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د یوناما او طالبانو ترمنځ تر ټولو لوي اختلافونه د بشري حقونو، د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د محدودیتونو، د بیان ازادۍ، د مخالفو غږونو د ځپلو او د طالبانو د سختو قوانینو د پلي کېدو پر سر دي.

 

یوناما په خپلو پرله‌ پسې راپورونو کې د طالبانو هغه فرمانونه غندلي چې ښځې او نجونې یې له زده کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محرومې کړې دي. دغه بنسټ په دې وروستیو کې د طالبانو د ۱۸مې ګڼې فرمان په اړه هم اندېښنه ښودلې، چې د ښځو د طلاق او قضايي بېلتون په قضیو پورې تړاو لري.

 

یوناما همدارنګه په خپلو راپورونو کې د طالبانو له لوري د پخواني جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو د غیرقانوني وژنو، خپل ‌سرو نیونو او د خلکو د ځورولو پېښې د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې بللې دي.

 

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون هم د ملګرو ملتونو له سختو نیوکو سره مخ شوی، ځکه د یوناما په وینا دغه قانون پر شخصي ازادیو او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګوي.

 

طالبانو بیا د یوناما راپورونه رد کړي او وایي چې دغه اداره د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. طالبان ټینګار کوي چې د دوي ټولې پرېکړې او قوانین د اسلامي شریعت پر بنسټ ولاړ دي.