د خیبر پښتونخوا مشر خطيب ،مولانا طيب قريشي، وايي چې د پاکستان د پوځ پر ضد وسله پورته کول او په هېواد کې ترهګري کول شرعاً حرام دي او هغه کسان چې د پاکستان پر ضد فتواوې ورکوي، بايد له خپلو څرګندونو ډډه وکړي.

 

هغه ،د جولایۍ په ۹مه، په پېښور پرېس کلب کې د پاکستان علما کونسل د مشر حافظ طاهر اشرفي، مولانا روح الله مدني، سيد يوسف شاه، مولانا محمد شعيب او ډاکټر شمس الرحمن شمس سره ګډې خبري غونډې ته وويل، چې د خیبر پښتونخوا علماوو د ترهګرۍ پر ضد تر ټولو زياتې قربانۍ ورکړې دي او د هېواد د امن لپاره يې تل خپل رول ترسره کړی دی.

 

مولانا طيب قريشي وويل، چې د محرم الحرام په ورځو کې د علماوو، ولس، پوليسو او نورو امنيتي ادارو د همغږۍ له امله په ټول هېواد کې امن ټينګ پاتې شو، چې د ستاينې وړ کار دی. د هغه په وينا، د هېواد د امن ساتنه د ټولو ګډ مسووليت دی.

 

په خبري غونډه کې حافظ طاهر اشرفي وويل، چې د پاکستان پر ایین عمل کول د وخت مهمه اړتيا ده، ځکه دا ایین د اوږدو هڅو او قربانيو پايله ده. هغه زياته کړه، چې د هېواد د امن، ثبات او پرمختګ لپاره بايد ټول سياسي او مذهبي اختلافونه يوې خوا ته کېښودل شي او ملي يووالي ته لومړيتوب ورکړل شي.

 

حافظ طاهر اشرفي وويل، چې د هند د وروستۍ يرغلګرۍ پر مهال الله تعالی پاکستاني پوځ ته بری ورکړ او ،زياته يې کړه، چې د محرم الحرام پر مهال د ضابطه اخلاقو عملي کېدل د علماوو، ولس او امنيتي ادارو د ګډو هڅو پايله وه.

 

هغه وويل، چې اسلام د بې‌ ګناه انسان د وژنې اجازه نه ورکوي او زياته يې کړه، که يو غل يا ډاکو پګړۍ هم وتړي، عالم نه شي کېدی، ځکه د دين خدمت، صداقت او ښه کردار د عالم پېژندنه ده.

 

د خبري غونډې په پای کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شويو امنيتي ځواکونو د غړو او ولسي وګړو لپاره د مغفرت، د ټپيانو د روغتيا او د پاکستان د امن، يووالي او سوکالۍ لپاره ځانګړې دعا وشوه.