د بلوچستان د زیارت ضلعې په وروستۍ ترهګریزې پېښه کې د وژل شویو کسانو د انصاف غوښتنې لپاره د کوهله پاټک احتجاجي پرلت دوام لري. د وژل شویو مړي ،د جولایۍ په ۸مه، د شپې کوټې ته ولېږدول شول او د پېښې پر ضد د غم او احتجاج فضا لا هم پر ځای ده.
د وژل شویو له کورنیو سره د یووالي او د انصاف د غوښتنې په موخه، د جولایۍ په ۹مه، د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر ،اصغر خان اڅکزي، په مشرۍ د ګوند یوه پلاوي په روان پرلت کې ګډون وکړ.
اصغر خان اڅکزي پر دې مهال وویل، چې د بې ګناه خلکو وژنه د زغم وړ نه ده او حکومت باید د دې پېښې ټول عاملین زر تر زره ونیسي، عدالت ته یې وړاندې کړي او د قانون له مخې سزا ورکړي. هغه غوښتنه وکړه چې د وژل شویو کورنیو ته دې بې له ځنډه انصاف ورکړل شي او په بلوچستان کې دې د امن او امنیت د ټینګښت لپاره اغېزمن او عملي ګامونه پورته شي، څو د ورته بریدونو مخه ونیول شي.
هغه زیاته کړه، چې عوامي نیشنل ګوند په دې سخت وخت کې د وژل شویو له کورنیو سره ولاړ دی او د ګوند له ټولو مسؤلینو او کارکوونکو یې وغوښتل چې له اغېزمنو کورنیو سره هر ډول ممکنه مرسته او همکاري وکړي.
د احتجاجي پرلت ګډونوالو هم غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ د دې پېښې مسؤل کسان دې زر تر زره ونیول شي، د وژل شویو کورنیو ته دې انصاف ورکړل شي او په بلوچستان کې دې د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره عملي او اغېزمن امنیتي اقدامات وشي.


نعيم اچکزئي