د پاکستان وزیراعظم ،محمد شهباز شریف، د یو ورځني سفر په ترڅ کې کوټې ته رسېدلی، چې هلته یې د بلوچستان ګورنر ،شیخ جعفر خان مندوخېل، د بلوچستان اعلا وزیر ،میر سرفراز بګټي، او لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو تود هرکلی کړی دی.
د وزیراعظم له دفتره د خپرو شویو معلوماتو له مخې، شهباز شریف به د بلوچستان د امن او امان د وضعیت په اړه د لوړې کچې غونډې او د بلوچستان د همغږۍ د لوړې کمېټۍ د غونډې مشري وکړي. په دغو غونډو کې به امنیتي چارواکي وزیراعظم ته د امنيتي وضعیت، د ترهګرۍ ضد روانو عملیاتو او د امنیت د ټینګښت لپاره د حکومت د اقداماتو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي.
د وزیراعظم دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې بلوچستان په وروستیو ورځو کې د امنیتي پېښو له نوې څپې سره مخ دی. د زیارت ضلعې د مانګي په سیمه کې پر یوې پولیسي پوستې په وسله وال برید کې نهه پولیس وژل شوي وو. له دې وروسته په بېلابېلو امنیتي نښتو او بریدونو کې د پاکستان د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې د معلوماتو له مخې، د جولایۍ له شپږمې نېټې راهیسي په بلوچستان کې په بېلابېلو بریدونو کې ۴۲ امنیتي سرتېري وژل شوي او د ځوابي عملیاتو پر مهال ۵۴ وسله وال هم وژل شوي دي.
د وزیراعظم په ملتیا کې د اقتصادي چارو وفاقي وزیر احد خان چیمه، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاالله تارړ او د وزیراعظم سلاکار رانا ثناءالله هم کوټې ته تللي دي.


نعيم اچکزئي