د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د خیبر پښتونخوا په ۲۳ ضلعو کې د بلدياتي ټاکنو د ترسره کېدو د تياريو لپاره يوه مهمه مشورتي غونډه رابللې ده.

 

د ټاکنو کمېسيون له لوري ،د جولایۍ په ۹مه، د خیبر پښتونخوا چيف سيکرټر ته په استول شوي مراسلې کې ويل شوي چې دغه غونډه به د ۲۰۲۶م کال د جولای په ۱۴مه په اسلام‌ اباد کې د چيف الېکشن کمېشنر په مشرۍ ترسره شي.

 

د مراسلې له مخې، په غونډه کې به په هغو ۲۳ ضلعو کې د بلدياتي ادارو د مودې له بشپړېدو وروسته د نويو بلدياتي ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پر چمتووالي، امنيتي تدبيرونو، انتظامي اسانتياوو او نورو اړوندو چارو مشورې وشي.

 

د ټاکنو کمېسيون د خیبر پښتونخوا چيف سيکرټر او د ځايي حکومتونو د ادارې سيکرټر ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده، څو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره اړين انتظامي او لوژستيکي ترتيبات وڅېړل شي.

 

د مراسلې له مخې، په لومړي پړاو کې د پېښور، نوښار، چارسدې، مومندو، مردان، صوابۍ، کوهاټ، بنو، لکي مروت، شمالي وزيرستان، ټانک، اېبټ ‌اباد، هريپور، بټګرام، تورغر، برني کوهستان، کوزني کوهستان، کولايي پالس، بونېر، کوزني چترال، کوزني دير او برني دير ضلعې د بلدياتي ټاکنو لپاره په لومړنۍ اجنډا کې شاملې دي.

 

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون تر اوسه د بلدياتي ټاکنو کره نېټه نه ده اعلان کړې، خو چارواکي وايي د جولای د ۱۴مې له مشورتي غونډې وروسته به د ټاکنو د مهالوېش او نورو عملي ګامونو په اړه پرېکړې وشي.