په پاکستان کې د چين سفير جيانګ ژېډونګ د خیبر پښتونخوا له ګورنر ،فيصل کريم کونډي، سره په اسلاماباد کې ليدلي او د پاکستان او چين ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکارۍ او د چين ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) د پروژو د پرمختګ په اړه يې خبرې کړې دي.
د ګورنر ماڼۍ لخوا ،د جولایۍ په ۹مه، د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيکر بابر سليم سواتي، د بېلابېلو سياسي ګوندونو پارلماني مشران، د ماليې او کانونو سلاکاران او د صوبايي اسمبلۍ يو شمېر غړو هم ګډون کړی و.
خبرپاڼه وايي، چې دواړو لورو د پاکستان او چين ترمنځ د هر موسم دوستۍ، اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ او د پرمختيايي پروژو د لا پراختيا په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
په دې موقع ګورنر فيصل کريم کونډي وويل، چې د پاکستان او چين دوستي د متقابل باور، درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړه ده او د وخت په تېرېدو لا پياوړې شوې ده.
هغه زياته کړه، چ په خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او د پاکستان په نورو برخو کې د چين پانګونه او پرمختيايي پروژې د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکې ملګرتيا څرګندونه کوي.
ګورنر کونډي د چين ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) پروژو ته د لا زياتې پاملرنې غوښتنه هم وکړه او ويې ويل، چې د دغو پروژو بشپړ عملي کېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري نوره هم پياوړې کړي او د سيمي د پرمختګ لپاره به نوې لارې پرانيزي.


شال نیوز