د رسنیو د راپورونو له مخې، سعودي عربستان د ۱۴ هېوادونو د پاسپورټ لرونکو لپاره د رسېدو پر مهال د ویزې اسانتیا په سمدستي ډول ځنډولې ده.

 

راپورونه وايي، له دې پرېکړې وروسته د هند، پاکستان، بنګله دېش، مصر، اندونیزیا، نایجیریا، اردن، عراق، سوډان، اېتوپیا، تونس، الجزایر، مراکش او یمن وګړي نور د سعودي هوايي ډګرونو ته له رسېدو وروسته ویزه نه شي ترلاسه کولی.

 

تر دې وړاندې د دغو هېوادونو هغه مسافر هم د سعودي عربستان د رسېدو پر مهال د ویزې وړ ګڼل کېدل، چې د امریکا، برېتانیا یا شېنګن هېوادونو معتبرې ویزې یې لرلې.

 

د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د هوايي ډګر چارواکو دا لارښونه عملي کړې او له امله یې د عمرې یو شمېر مسافر له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

 

ویل کېږي چې دا پرېکړه د حج او عمرې د زیاتې رش له موسم سره تړلې ده، خو تر اوسه د سعودي چارواکو له خوا په دې اړه تفصیلي رسمي وضاحت نه دی خپور شوی.

 

د سفر چارو کارپوهان مسافرو ته سپارښتنه کوي چې سعودي عربستان ته تر سفر مخکې خپله ویزه له رسمي لارو ترلاسه کړي او یوازې د رسېدو پر مهال د ویزې پر اسانتیا تکیه ونه کړي.